rahman baba ghazal 17 | د رحمن بابا اوولسمه غزل
Vložit
- čas přidán 22. 06. 2024
- #rahmanbabapoetry
#rahmanbabaghazal
#ghazal
watch more:-
biography of akhund derveza/د اخوند درویزه ژوندلیک
• Biography of Akhund Da...
definition of criticism/تنقید څه ته وایي
• Definition of criticis...
رحمن بابا غزل (۱۷)
چي په سترګو کي یې خار وي څه به خوب کا
چي په زړه یې غم د یار وي څه به خوب کا
خوب له یاره سره هم د عاشق نه شي
چي یې یار په بل دیار وي څه به خوب کا
په دنیا کي خوب هغه کا چي نادان وي
چي ژوي چي هوښیار وي څه به خوب کا
کوم طالب مطلوب موندلی دی په خوب کي
هغه څوک چي طلب ګار وي څه به خوب کا
دیدار نه دی چا په پټو سترګو کړی
چي مطلب د چا دیدار وي څه به خوب کا
بله لار د مرګ تر لاري ګرانه نشته
چي په خوا یې هسي لار وي څه به خوب کا
هر نګاه د دلبرانو ذوالفقار دی
هر چي غوڅ په ذوالفقار وي څه به خوب کا
د لړم چیچلی خوب کولی نه شي
چي خوړلی تور ښامار وي څه به خوب کا
زه رحمن د یار بنده او خدمت ګار یم
چي بنده او خدمت ګار وي څه به خوب کا
MashaAlllah
رحمان بابا زما د خوښي شاعر ♥️♥️♥️
Great job sir ❤
Www
♥️♥️♥️
Nice Sir 👍
ماشاءالله تبارک رحمن
جزاک الله خيرا کثيرا في دارين
مننه استاد صاحب
❤❤❤
❤
اسلام علیکم
مننه خوشاله اوسې
د يو شعر په اړه در څخه معلومات غواړم هيله ده چې ويډيو پرې جوړه کړي۔
شعر:
په غوږ کې راته چا ويل چې جانان مه يادوه
د سرو شونډو د پاسه سور پيزوان نه يادوه
دا شعر د چا دی او مطلب یې څه دی۔مننه
دا دومره د ژوري معنى شعر نه دى، اسانه دى، يعنې مينه پرېږده جانان او پېزوان مه يادوه.
شونډې مه يادوه، شاعر يې په يادولو درد محسوسوي
Nice Sir 👍
❤❤❤