biography of saidal khan Nasar | د سيدال خان ناصر ژوندليک

Sdílet
Vložit
  • čas přidán 4. 09. 2024
  • #saidalkhannasar
    #saidalnasar
    #pashtunhistory
    watch more:-
    historical personality sawan mosakhail/ساوڼ موسی خیل څوک و
    • Sawan mosakhail | ساوڼ...
    historical personality masho mirrani / مشو مراڼي څوک و
    • Masho marani | Masho m...
    historical personality ghazi arsala khan utmankhail kakar/غازی ارسلا خان اتمانخیل کاکړ څوک و
    • Ghazi Arsala khan utma...
    سيدال خان د ابدال خان زوى ، او باړى زى ناصر دى ، چې پلار يې د وازې خوا سرته په ډيله نومي ځاى كې اوسېده . هغه وخت چې سلطان ملخي استقلال وموند نو باړي زي له ابدال خان سره راغلل او په اتغر كې مېشته شول . سيدال خان د هوتكو د دورې يو مهم او غښتلى پهلوان نظامي سپه سالار وو او بې مبالغې ويلاى شو ، چې دا پښتون جنرال د هوتكو د جنگو ملي هېرو اتل دى ، ځكه چې د دوى په ټولو جگړو كې شريك او مهم جنگونه ي ېكړي دي او په ټواو فتوحاتو كې د خورا ځلېدونكو كارنامو څښتن دى او د محمد هوتک په عبارت په سخاوت او او شجاعت زبدۀ روزگار سو. له هغه وخته چې ميريس گورگين مړ كړ ، سيدال خان ناصر د پښتنو د لښكرو سپه سالار وټاكل شو او د مملكت په حربي او او نظامي خدمتو كې داخل شو . بيا هغه وخت چې صفوي لښكر د كندهار د نيولو لپاره راغله ، همدا ملي پهلوان د ملي قاپد له خوا د هغه د مقابلې لپاره ورمخكې شو او صفوي لښكرې يې څو واره پرله پسې ماتې كړې او ډېر جگړن يې ترې ووژل او د ميرويس خان د وخت په ټولو جگړو كې بريالى او فاتح وو . بيا چې ملي زعيم وفات شو ، اعليحضرت شاه محمود ددغه ملي جنرال په مرسته اصفهان ونيو او د پښتنو شاهنشاهي يې تشكيل كړه او بيا د شاه محمود ترمگ وروسته له اعليحضرت شاه اشرف سره د پارس ، عثماني او روسيې په ټولو جگړو كې ملگرى او غښتلى سپاه سالار وو او په هر جنگ كې سوبه او برى دده په برخه وو .
    د ۱۱۴۲ هـ كال په محرم كې چې نادر افشار پر هرات حمله وكړه او د ابداليانو د غټانو سره په جنگ اخته شو او شاه اشرف غوښته ، چې بېرته خراسان د ځان كړي ، په دې جگړو كې سيدال خان د پښتنو جگړنو او لښكرو سردار او قوماندان وو او په كرمان كې مېشت وو . د هغه كال د ربېع الاول د ۳ تر ۶ پورې د مهمان دوست مشهوره جگړه د پښتنو او نادر افشار ترمنځ واقع شوه چې په پاى كې دواړو خواوو ته سخت تلفات واوښتل . تر دې جگ وروسته سيدال خان د اعليحضرت شاه اشرف له خوا د قزوين په حكمرانۍ مقرر او انتخاب شو او د لښكر په غونډولو بوخت شو . د ۱۱۴۲ هـ د ربېع الاول د ۲۰ نه تر ۳۰ پورې سيدال خان د اسلام خان په ملگرۍ د خپلو اتلسو زرو عسكرو سره د نادرشاه سره اوږه وركړه او پښتانه له تهرانه راووتل . د سيدال خان درېيمه دفاعي جگړه د مورچه خورت مشهور جنگ دى ، چې دلته هم د څه عسكرو قومندانۍ په اسلام خان او پخپله شاه اشرف اړه درلوده او د ۱۱۴۲ هـ د ربېع الثاني په اواخرو كې ونښت . كومه اخرينه مقابله ، چې په پارس كې سيدال خان د شاه اشرف په ملگرۍ د نادر شاه سره وكړه ، د «ازقان» او «فسا» د پل جنگ دى ، چې د هماغه كال د جمادى الاخر په ۱۳ واقع شو او د پښتنو وروستني زلميان د شاه اشرف او سيدال خان سره د فداكارۍ صحنې ته وروړاندې شول . په ۱۱۴۳ هـ كال د شوال په مياشت كې، چې نادر شاه د هرات خواته متوجه شو او د هرات د ابداليو له خوا جنگ ورسره ونښت، نو ابداليانو د اعليحضرت شاه حسين څڅه مرسته وغوښتله او د همدې درخواست په اثر د ربيع الاول په مياشت كې د څو زرو امدادي نفرو سره سيدال خان د هرات د وطنخواهانو د كومك لپاره واستول شو. څو كاله وروسته د ۱۱۴۹ هـ كال د ذيقعدې په مياشت ، چې د نادر افشار اردو كندهار محاصره كړ ، دا تاريخي محاصره ، چې په خورا شهامت سره يې دفاع كېدله ، د پياوړي زړور جنرال سيدال خان په همت او مېړانه تر يوه كال او څو مياشتو پورې وځنډېده او دې زړور قوماندان تر اخر گړيه پورې په ډېر استقامت او شهامت او دلاورۍ او پښتني غيرت دفاع وكړه او څنگه چې نادر خپله څه قوا د كلات خواته واستوله ، نو سيدال خان د څلورو زرو كسانو سره هلته ولاړ او د كلات پر كلا يې د نادر د جگړنو سره پر سپين ډاگ سختې مقابلې وكړې ، څو چې په اخر كې د اعليحضرت شاه حسين د زوى محمد نامي سره د كلات د كلا د باندې په جگړه كې د نادر د لښكرو په لاس ورغى او نادر ، چې خپل دا زړور رقيب لاس ته راووست ، دستي يې امر وكړ ، چې ددې زمري پښتنون سپه سالار سترگې ړندې كړي او دده د سقوط سره د هوتكو شهنشاهي سقوط وكړ .
    سيدال خان ناصر علاوه پر دې ، چې د جنگ د ميدان مېړنى وو ، د ادب په ميدان كې هم لومړى سړى و چې دلته يې يوه سندره رانقلوو :
    يار ما له هسې گران سو
    راتېر تر ټول جهان سو
    نور نه وينم په سترگو
    جهان ټول راته جانان سو
    دوې زلفې دې اوږدې كړې
    پر مخ دې راخپرې كړې
    سرې اشرپۍ دې په تندې باندې سپرې كړې
    گرزې په باغ كې په گلونو كې نخرې كړې
    په اور دې وسوم ياره
    راته اور تازه بوستان سو
    مين چې اشنايي كا
    شپه ورځ به گرياني كا
    شهۍ ده ستمگاره خوشحال زړونه به زخمي كا
    ليندۍ لري د ورځيو د باڼو غشي كاري كا
    پرهار مې گوره خلقه
    د دلبر د تېر نښان سو
    مين پر لويو غرو ځي
    سرتور په نيمو شپو ځي
    ووزي له وطنه ، وطن پرېږدې پر چولو ځي
    فرياد ونارې وكا، په نارو په غلبلو ځي
    وصال يې نصيب نه سو
    گوره زړه ډك په ارمان سو
    نارې وهم عالمه
    د شپې تر صبحدمه
    ناتوانه د بېلتون يم يو گړى نه لرم دمه
    بې تا مې نفس خېژي راځه زما د زړه همدمه
    نظر پر ماغريب كړه
    چې تاخون مې ستا په ځان سو
    شبنم پر گلو ښكاري
    زما اوښكې دارې دارې
    خوناب ځي ستا له غمه زما په مخكې لارې لارې
    تمامه شپه كم تېره په ژړا په نارې نارې
    ښكاره سوه چې مجنون يم
    لېونتوب مې اوس عيان سو
    بوستان ښكلى زېبا دى
    رنگين په اوښكو زما دى
    د زړه پرهار گلگون دى چې بلبل په تماشا دى
    په مينه مې زړه وچاودي ته وايي په خندا دى
    نتلى د بېلتون يم
    زه سيدال دا مې بيان سو

Komentáře • 18

  • @AbuAhamad-ug7zo
    @AbuAhamad-ug7zo Před měsícem +1

    الله ج دی جنتونه نیصب کی بیشک یونرسفه سالار وه

  • @jaanjaan101
    @jaanjaan101 Před měsícem +1

    Thanks appreciate it.

  • @user-ke1ph4rx7i
    @user-ke1ph4rx7i Před měsícem +1

    ❤️❤️❤️❤️

  • @user-vh8lz4uc8i
    @user-vh8lz4uc8i Před měsícem +1

    ❤❤❤

  • @SahilGull-qf4cr
    @SahilGull-qf4cr Před měsícem +1

  • @user-nf5mf6qo1q
    @user-nf5mf6qo1q Před měsícem +1

    Gooood

  • @faizanahmed409
    @faizanahmed409 Před měsícem +1

    🎉🎉

  • @user-nf5mf6qo1q
    @user-nf5mf6qo1q Před měsícem +1

    🎉🎉🎉

  • @faizanahmed409
    @faizanahmed409 Před měsícem +1

    Nice Sir 👍

  • @user-wx2fg9id7g
    @user-wx2fg9id7g Před měsícem +1

    دپښتو څيړنيز اکاډمي قدرمن مشر ښاغلي عامر صاحب نه يوه نړۍ مننه کوم. چې خپلو ګرانو پښتنو ورونو ته دستر وياړلې تاريخ ورښاېې. ❤❤❤

  • @Samikhan-y3i
    @Samikhan-y3i Před měsícem +1

    سر ډېر ښه اړيکي دي راکړو ېو جهان مننه

  • @user-zj7wd3qy2g
    @user-zj7wd3qy2g Před měsícem +1

    کور دي وادن يار ډير خلکوته تاريخ نه دي مالوم

  • @saidal209
    @saidal209 Před měsícem +1

    Daira manana Sir, za da khpal nama pa tareekh nawam khabar. Sta daira zyata manana pa dagha moozu bandi ❤❤

  • @IhtishamKhan-jp3lt
    @IhtishamKhan-jp3lt Před měsícem +1

    سر جى يوه غزله يى راسره شريک کړه❤❤

  • @jawadnaseri6126
    @jawadnaseri6126 Před měsícem

    I don’t even know our grandfather did that much for Afghanistan we are proud of it thanks for your information. Can you address me a book? I can read more about it please?

  • @Samikhan-y3i
    @Samikhan-y3i Před měsícem +1

    ❤❤❤❤

  • @user-nf5mf6qo1q
    @user-nf5mf6qo1q Před měsícem +1

  • @faizanahmed409
    @faizanahmed409 Před měsícem +1