نبي عيسی خېل: د پاکستان شکست دي ټولو افغانانو ته مبارک وي
Vložit
- čas přidán 21. 08. 2024
- نن افغانستان (الف) لوبډلې پاکستان (الف) لوبډلې ته په څلور پنځوس منډو شکست ورکړ.
لومړی افغانستان بيټينګ (توپ وهنه) وکړه او د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو يې يو سل او څلور پنځوس (۱۵۴) منډې جوړې کړي. نجيب ځدران تر ټولو ډيرې، په دوه ديرش بالونو شپيته سکور وکړل.
په ځواب کې د پاکستان (الف) ډلې يوازې سل (۱۰۰) منډې وکړي او په دي توګه يې لوبه د افغانستان په وړاندې وبايلله.
نحيب الله ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د دي دوستانه لوبې کتلو لپاره افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړی وزير، نواز شريف هم د ګڼو نورو لوړ پوړو چارواکو سره ورغلي وو.
د افغان لوبډلې مشر، محمد نبي عيسی خېل مشال ريډيو سره ځانګړې مرکه کې وويل چې دا بريا د ټولو افغانانو ده. نوموړي سره زموږ همکار، رياض موسی خېل مرکه کړي.
Originally published at - www.mashaalradi...
good Muhammad nabi
محمد نبي زنده اباد
Nicely.
yas