Iqbal Yousafzai Da Haga Dumra Zra Zigar Charta Dy

Sdílet
Vložit
  • čas přidán 21. 08. 2024
  • پرون په یویشتمه فرورۍ د دنیا په ګوټ ګوټ کښی د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ولمانځلی شوه. په دې لړ کښی په متحده عرب امارات کښی میشتو د لر او بر پښتنو هم بیګاه ماښام د عوامي نیشنل ګوند او د اماراتو پښتو ادبي ټولنې په مرسته د دغه ورځې په ویاړ یوه ډیره خائسته غونډه راجوړه کړې وه. چی په کښې ګڼ شمیر پښتنو برخه اخیستې وه. د پښتونخوا نه راغلي د ډیوه راډیو خبریال او ښۀ شاعر، ادیب ګران فاروق فراق صیب او ورسره د پښتو ژبې وتلې هنرمنده او په قام اولس مئینه د خوږ غږ میرمنه اغلې شکیله ناز بي بي هم په دغه خوندوره غونډه کښې ګډون ؤکړو او د غونډې ښکلا ئې یو پۀ دوه کړه. د غونډې باقاعده اغاز د تلاوت کلام پاک نه اوشو چی شرف یې عادل شاه صیب تر لاسه کړو. د نظامت چارې د ډیر دروند پښتون قامپرست مشر ښاغلي نظار یوسفزي صیب په غاړه وې. د غونډې صدرات د عوامي نیشنل ګوند یو اے اي صدر ښاغلي عبدالله خان صیب ؤکړو او د غونډې مشران میلمانۀ ښاغلی فاروق فراق صیب او اغلې شکلیه ناز بي بي وو. غونډه په دوه برخو ویشل شوې وه چې په وړمبۍ برخه کښی ښاغلي زرین زاده یوسفزي صیب راغلو میلمنو ته پخیر راغلې اویلو ښاغلي عبدالله خان صیب، عثمان بادشاه صیب او حکیم شاه یار صیب میلمنو ته د ګلونو ګلدستې وړاندې کړې د هغی نه پس ښاغلي فاروق فراق صیب، ښاغلي عبدالله خان او اغلې شکیله ناز بي بي د مورنیو ژبو په حواله خبرې اترې ؤکړې. اغلې شکلیه ناز بي بي په خپل خواږۀ غږ یوه سحر انګیزه زمزمه هم وړاندې کړه چې ډیر زیات خوند ئې ؤکړو، بیا د مشاعرې اغاز ؤشو چې ښاغلي حمید جان صیب ښاغلي اختیارالله صیب او ښاغلي خالد حسرت صیب خپل کلامونه واورول. د مشاعرې نه پس د خوراک څښاک انتظام شوی وو چی د عوامي نیشنل ګوند غړو ځوانانو او د اماراتو پښتو ادبي ټولنی غړو د میلمنو ښۀ په اخلاص نۀ ستړی کیدونکی خدمت وکړو. د غونډې اخیره برخه کښې د ټنګ ټکور خوندور محفل ؤشو چی د پښتونخوا نه راغلي ځوان تکړه هنرمند اقبال سالار یوسفزي صیب او د هغوي ملګرو د خپل هنر کمالونه اوریدونکو ته وړاندې کړل، د شپې ناوخته دا خوندوره غونډه پائ ته ؤرسیده.
    عوامي نیشنل ګوند متحده عرب امارات
    د اماراتو پښتو ادبي ټولنه.
    #Iqbalyousafzai
    #Iqbalyousafzaisongs
    #Khyber
    #Avt
    #Pashtosongs
    #Ghazal
    #Tangtakor
    #Majllas
    #Hujra
    #Dehaghadumra
    #pashtopoetry
    #Nizaryousafzai

Komentáře • 37