کاناډا کې د افغانانو د مړو د تکفین او تدفین مراسم/Burial and funeral ceremonies of Afghans in Canada
Vložit
- čas přidán 12. 09. 2024
- د وصال ټلوېزیون په دغه راپور کې د جهانزېب دلاور - چې اووه میاشتې مخکې له ننګرهاره کاناډا ته راغلی و او دلته یې د ذهني فشار او ژور خفګان له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ- د تکفین او تدفین پر مراسمو تمرکز شوی دی.
په کاناډا کې د مذهبي ازادۍ له امله افغانان هم بېلابېلې ځانګړې ټولنې، جوماتونه او د نورو مذهبي او کلتوري پروګرامونو لپاره ځانګړې ځایونه لري؛ افغانان د نورو مذهبي مراسمو ترڅنګ د خپلو مړو د تدفین، تکفین او جنازې مراسمو لپاره هم ځانګړي ځایونه او هدیرې لري.
جهانزېب دلاور ځان له یوې لوړپوړیزې ودانۍ څخه وغورځاوه چې په پایله کې یې د خپل ژوند څراغ مړ کړ.
دا پېښه نه یوازې د هغه کورنۍ ته ستره غمیزه وه، بلکې د بهر میشتو افغانانو لپاره هم یوه له غم ډکه پېښه وه.
د وصال تلویزیون خبریال د جهانزېب د جنازې مراسمو ته ورغلی او په دغو مراسمو کې د هغه خپلوانو، دوستانو او په ټورنتو کې مېشتو افغانانو په ګډه د نوموړي پر مرګ ژور خفګان څرګند کړ.
د نوموړي خپلوانو او دوستانو په خپلو خبرو کې د هغه د ژوند وروستۍ ورځې یادې کړې.
د دوی په وینا، جهانزېب په دې وروستیو کې له ذهني فشار او ژور خفګان سره مخ و خو هېڅوک په دې پوه نه شول چې دا ستونزه دې دومره جدي وي چې د هغه د مرګ لامل دې وګرځي.
په ټورنتو کې مېشتو افغانانو د جهانزېب دلاور له کورنۍ د مالي او معنوي ملاتړ برخه کې هېڅ ډول هڅه و نه سپموله.
د افغانانو په مالي ملاتړ د جهانزېب مړی افغانستان او خپلې پلرنۍ سېمې ته را ولېږدول شو.
دغه راپور کې موږ تاسو ته د دې په اړه هم معلومات درکوو چې په بهرنیو هېوادونو کې د وفات شوو کسانو د جنازې او نورو مراسمو په اړه څه ډول قوانین او کړنلارې شتون لري.
په کاناډا کې د جنازې مراسم له ځانګړو مقرراتو او اصولو سره سم ترسره کېږي.
په ډېری مواردو کې، دا مراسم د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي او د مړي د انتقال پروسه هم له قوانینو او مقرراتو سره سم پر مخ وړل کېږي.
مراسم تکفین و تدفین مردهگان تبعۀ افغانستان در کانادا
در این گزارش تلویزیون وصال روی مراسم تکفین و تدفین جهانزیب دلاور - که هفت ماه پیش از ننگرهار به کانادا آمده بود و به دلیل فشار روحی و افسردهگی در اینجا جان خود را از دست داد - تمرکز شدهاست.
به دلیل آزادی مذهبی در کانادا، افغانها نیز دارای جوامع، مساجد و مکانهای ویژه میباشند و همچنان برای برگزاری سایر برنامههای مذهبی و فرهنگی نیز مکانهای جداگانه دارند؛ افغانها در کنار مراسم مذهبی دیگر، مکانها و قبرستانهای ویژه برای مراسم تکفین و تدفین مردهگان خود دارند.
جهانزیب دلاور خود را از یک بلندمنزل پرتاب کرد که در نتیجۀ آن به زندهگی خود نقطۀ پایان گذاشت.
این رویداد نه تنها برای خانوادۀ وی باعث غم و اندوه شد، بلکه برای سایر افغانهای مقیم خارج نیز یک حادثۀ غمانگیز بود.
خبرنگار تلویزیون وصال به مراسم تشیع جنازۀ جهانزیب رفته و بستهگان، دوستان و افغانهای مقیم در تورنتو از مرگ وی ابراز تاسف کردند.
نزدیکان و دوستان جهانزیب از آخرین روزهای زندهگی وی یاد کردند.
به گفتۀ آنها، جهانزیب در این اواخر دچار فشار روحی و افسردهگی شده بود، اما هیچکس متوجه نشد که این مشکل آنقدر جدی باشد که منجر به مرگ وی شود.
افغانهای مقیم تورنتو در بخش حمایت مالی و معنوی از خانوادۀ جهانزیب دلاور از هیچ تلاشی دریغ نکردند.
جسد جهانزیب با حمایت مالی افغانها به افغانستان و زادگاهش انتقال یافت.
در این گزارش همچنین به شما معلومات میدهیم که چه نوع قوانین و طرزالعملها در کشورهای خارجی در مورد مراسم تشیع جنازۀ مردهگان وجود دارد.
مراسم تشیع جنازه در کانادا براساس اصول و مقررات ویژه برگزار میشود.
این مراسم در بیشتر موارد با رعایت ارزشهای اسلامی و فرهنگی صورت میگیرد و پروسۀ انتقال جسد نیز طبق قوانین و مقررات انجام میشود.
Burial and funeral ceremonies of Afghans in Canada
This report highlights the burial and funeral ceremonies of Jahanzeb Dilawar, who emigrated from Nangarhar to Canada seven months ago and tragically lost his life here due to mental stress and anxiety.
In Canada, where religious freedom is upheld, Afghan communities benefit from various specialized facilities, including mosques and cultural centers. These communities also maintain dedicated cemeteries and spaces for religious and cultural practices, including burial and funeral rites.
Jahanzeb Dilawar’s life ended tragically when he jumped from a tall building, an event that deeply affected his family and the Afghan community abroad. The incident was not only a personal tragedy for his loved ones but also a somber moment for Afghans living in Toronto.
Wasal TV reporter covered Jahanzeb's funeral, where relatives, friends, and local Afghans expressed profound grief. They recounted his last days, noting that Jahanzeb had been struggling with stress and depression, though the severity of his condition was not fully understood until it led to his death.
The Afghan community in Toronto rallied to provide both financial and emotional support to Jahanzeb’s family. With the help of the community, Jahanzeb’s body was repatriated to Afghanistan.
This report also outlines the funeral procedures and regulations in Canada. Funerals here are conducted according to specific rules and regulations, often respecting both Islamic and cultural values. The process of transporting the deceased is managed in compliance with these legal requirements.
Allah pak yeh obakhi. Da. You. Haqqeqath khabera da. Europe da or ka Canada. America. Dilta. DER. Khalko sra. Depression da. Allah. Pak. De. Pa. Nome. Musalman. Musafar manda. Raham oke. Ameen sum Ameen
ممنون از کمکهایی همه هموطنان, و از وصال تلویزین, خداوند رحمت شان کند.
انا لله وانا علیه راجعون
د ویسال د چینل څخه مننه چی د ټورنټو او شا او خوا پیښی څخه مو خبروی
د پروګرام دمعلوماتو تر څنګ د درسونو د ځان سره درلودل
الله تعالی د متوفی وبښی
انا لله و انا الېه راجعون 🇦🇫💔🥹
مه دیدم انداختن شه از بلند منزل خداوند بهشت برین را نصیبش کند
That's the achievement
Of running away from Islamic country.
😢