peer muhammad Karwan ghazal 6 | د پير محمد کاروان شپږمه غزل | karwan ghazal | پشتو غزل | pashto

Sdílet
Vložit
  • čas přidán 4. 09. 2024
  • #peermuhammad
    #karwan
    #ghazal
    watch more:-
    ameer karor, life and poetry/د امیر کروړ ژوند او شاعري
    • Ameer karor life and p...
    پیر محمد کاروان غزل (۶)
    زړه یم خو د درد په پښو پرهار راسره ځي
    وخت لکه لیوه غوندي په لار راسره ځي
    ښکلیه ستا په مسته منصوري مینه بدنام یم
    دار راسره درومي او سنګسار راسره ځي
    روغ وم لیونی یې کړم تندی یې راته مات کړ
    کاڼي په لمنو کي هوښیار راسره ځي
    غوڅ یې کړ تابوت یې کړ ستا نوم به مي لیکه پرې
    ستا په نامه خاورو ته چنار راسره ځي
    ټوله شپه سپوږمۍ په ورکو ستورو پسي ژاړي
    لمر په وینو لژند هر سهار راسره ځي
    دی د زړه ګلدان مي ډک د زخم له ګلونو
    نه مرمه ، مالګین حسین مالیار راسره ځي
    ستا په یوه تصویر پسي په ورکو لارو سر دی
    ګوره د هندارو کاروان بار راسره ځي

Komentáře • 4