Angor Adda Parlat boycott election انګور اډه پرلت ټاکني تحریم کړې
Vložit
- čas přidán 7. 09. 2024
- #انګور_اډه_پرلت د ټاکنو د بایکاټ اعلان وکړ
پر ډیورنډ کرښه مېشت د احمدزي قوم مشرانو، علمإکرامو، کاروباري خلکو او ځوانانو نن د انګور اډې پرلت په ۸۷یمه ورځ په یوه خبري کنفرانس کي اعلان وکړ چي که پاکستان ریاست پر #ډیورنډکرښه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ جبري کیدو فیصله بیرته وانخلي دوی به د اتم فبروري د پاکستان د پارلمان او ولایتي شوراګانو انتخابات په بشپړه توګه تحریم (بایکاټ) کړي.
ددې پرلت نن ۱۰۸ ورځي پوره سوې چي په سوله ایز احتجاج ناست دي.
بله خوا بیا هلته #چمن_پرلت هم پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاکستان پوځي لاسپوڅي حکومت لخوا د پاسپورټ جبري کیدلو پریکړي خلاف په احتجاج ناست دی.، دوی هم د راروانو ټاکنو د پریکون او تحریم ګواښ کړی دی.
د پښتون ژغورني غورځنګ له امو تر اباسینه دا ټوله جغرافیه د افغانانو خاوره ګڼي پر دې بنسټ د دواړو پرلتونو په ښکاره او غوڅه توګه ملاتړ کوي.
ددې غورځنګ مشر د ۲۰۲۳ د ډسمبر پر څلورمه په چمن پرلت کي د ګډون او ولس ته د ملي شعور او مورال ورکوونکو تاریخي ویناوو وروسته د پنجاب ریاست ونیوئ چي نن ۵۸ ورځي کیږي د پنجاب له یوه زندانه بل ته لېږدول کیږي او قسم قسم سزاګاني ورکول کیږي.
غورځنګ د پاکستان د ټولو بشري ضد کړنو غندنه کوي او پر ضد یې احتجاجي مزاحمت ته دوام ورکوي.
په سیمه او نړۍ کي ګڼ شمېر انساندوسته خلک ددې پرلتونو ملاتړ کوي او د پاکستان لخوا د پښتنو او بلوڅو پر ضد روان سیاست بشري جنایت ګڼي.
#Angor_Adda_SitIn
#ChamanSitIn
#ReleaseManzoorPashteen
#PTM #FreeManzoorPashteen #Loy_Afghanistan
#DurandLine