د کابل بالاحصار بیارغونه
Vložit
- čas přidán 2. 10. 2023
- @rawanafghangroup #afghanistan #kabul #balahisar
کابل، بالاحصار ته سفر:
د کابل بالاحصار [لوړه کلا] په پنځمه مېلادي پېړۍ کي د جنګي اهدافو لپاره ورغول سوه. د وخت بېلا بېلو واکمنانو په دې کلا کي ژوند کړی او اوس يې تر پوځي هغه تاريخي اهميت ډېر سوی دی.
د تاريخي روايتونو له مخه دغه کلا د [هون] په نوم د يوه بودايي واکمن له لوري ورغول سوه، تر څو هغه او کورنۍ يې د غليم له يرغل خوندي وي.
کله چي #تېمور_شاه د افغانستان پلازمېنه، له کندهار کابل ته راولېږدوله. د کابل په بالاحصار کي مېشت سو او د امير عبدالرحمن خان تر وخته افغان واکمنانو له همدې ځایه د هېواد چاري مديريت کولې.
ياد بالاحصار د بودایزم مذهبي ذوق پر بنسټ رغول سوی بریښي چي د څنګلورو نښو له مخي کولای سو د هغه بودایي معبد ګمان پر وکړو چي د هیپتالي پاچاهانو د لړۍ د یوه پاچا هون/شالوده له لوري رغول سوی دئ.
شپاړلسمي پيړۍ په پای کي يو ازبک سردار بالاحصار شپږ مياشتي کلابند او سخت جنگ وسو چي پکښي ئې دېوالونو او دروازو ته سخت زيان ورسېد. کله چي اکبر باچا لاهور د مغلو پلازمېنه کړه نو په ۱۵۸۵ع کي يې کابل نيغ په نيغه پخپل کنټرول کي واخست، د هغه راهيسي په بالاحصار کي به تل د مغلو گورنر ميشت وو.
د احمد شاه بابا په وخت کي بالاحصار د ايراني پوځ په لاس کي وو. د کابل نيولو وروسته بابا بالاحصار کي تم سو او کلا کي ئې نوي نغمونه، د اوبو رسولو نوي وسيلې، برجونه او نور ډېر کار د کندهاري معمارانو په لاس تر سره کړ، کله چي يې زوی تېمورشاه په ۱۷۷۳ع کي پلازمېنه د کندهار څخه کابل ته يوړه او په راتلونکو شلو کالو کي يې په بالاحصار بيلا-بيلي ودانۍ جوړي کړې چي تر ټولو مهمه يې د بالاحصار دننه ستره ماڼۍ وه چي انګرېزان د وتلو پر مهال وسوځل.
د زمان شاه ټول وروڼه چي په کابل کي وو، دلته بنديان ساتل کېدل. کله چي امير عبدالرحمن خان ارګ ودانۍ جوړه کړه نو د کلا ارزښت يوازي يوې فوځي کلا ته ورته سو او پکښي يوازي تر اوسه پوري نظامي کسان اوسېدل.
د ثور له کودتا او د شوروي لښکرو سره د جګړې او وروسته د ډاکټر نجيب الله دولت لخوا د جنرال تڼي د کودتا د ټکولو په نيت بالاحصار بمبار او د کورنيو جګړو په دوره کي مجاهدينو لا پسي وران او چور کړ.
په لومړي افغان انګليس جنګ کي د کلا په دننه کي د انګرېزي سرتيرو په زرګونو کسانو ويني وبهېدې او د کابلي سپين ږيرو له خولې چي تر ورستيو پوري ئې مځکه غوړه وه.
بله نابلده دلته د تورو څهانو [سياه چاه] ده چي افغانانو کي ئې کيسې ډېري مشهوري دي، اروپايي ليکوال [فرانک مارتين]د #اميرعبدالرحمن_خان د زندانونو په برخه کي ليکي:
❞کابل کي تر ټولو زندانونو بد او وحشتناک په #بالاحصار کي يو زوړ څاه دئ چي په ډبره کي کيندل سوی دئ. د بېخ خواته يو څه پراخ او پسور ئې پنځلس فوټه کېږي. د څاه پر خوله يوه کوډله ده چي د سپاهيانو يوه پيره پکښي ساتله کېږي. په دغه تر مځکي لاندي غار کي هغه انسانان د تل له پاره اچول کېږي، چي ډېر غټ جرمونه ئې کړي وي [البت د مقاماتو په نظر تر ټولو غټ جرم جاسوسي ده] او هورې پسي مري.
د مړو جسدونه چي له ژونديو سره يو ځای پراته وي، ترې را ايستل کېږي، البت په څاه کي د روغتيا ساتني انتظام نسته. بنديان ورشېوه کېږي او هغوی چي ورولوېدل، هوري پسي پاتېږي، د ورځي يو ځل خواړه په رسۍ ورځړول کيږي. زياتره بندي سوي کسان ډېر ژر ژوند ته له دې لاري خاتمه ورکړي. ځانونه له ډبرو سره تر هغه وخته وهي، چي بې هوښه او پسي مړ سي. ځکه یوازيتوب او بيري دوی ټول ليونيان کړي وي.
دلته يو سړی سته چي ويل کېږي چي په دغه څاه کي ئې پنځلس کاله يا تر دې زيات وخت تېر کړ.
دغه کس يو مخ لېونی او په خپل ماحول خبر نه دئ، کله چي امير عبدالرحمن خان مړ سو اوسني امير[ حبیب الله خان] امر وکړ چي ددې څاه کسان دي راوايستل سي او ده ته دي حاضر کړل سي، کله چي دوی راوکښل؛ درې تنه پکښي ژوندي او څيرې یې د کتلو نه وې ځکه مخونه ئې د مړو په شان تک سپين اوښتي وه، سترګي ئې په رڼا کي ديد نه کاوه او د سرونو او ږيرو ورېښتان ئې اوږده او پر مخونو ئې راڅړوند وه.
د وحشيانو او ځناورو په شان ښکارېدل، نوګان ئې لکه د باښې، امير ئې د خوشي کېدو امر ورکړ خو دوی درې اونۍ وروسته بيرته ونيول سول او څاه ته واچول سول چي بيرته ئې د هندوستان د جاسوسۍ نيت لاره. ويل کېږي امير عبدالرحمن دغسي شکنجې او تاکتيونه د روسې څخه راوړي وه❝.
شاهي دوره کي دې کلا کي یو غونډ فوځيان، يوه سېنما، يو لوی هال او مسجد ودان وه، پخواني اولسمشر کرزی دوره کي امریکا اعلان وکړچي دغه کلا به یو ښه پارک او د سیل جوړ کړو خو د انګریزانو په مخالفت دا کار ونه سو، ځکه چي انګریزانو دې کلا کي نولسمه پېړۍ کي دلته ډېر درانه تلفات لیدلي او کابل کي د دوی سفير کیوناري هم دلته وژل سو.
د ښه مرغه تېر کال د هند سفارت او د اغاخان پراختیايي شبکې ترمنځ د جوړېدو تړون لاسلیک سو چي کار ئې روان وو خو تېر کال د دولت اوښتون او د اوسني دولت په تاريخي ودانيو رغولو کي نه دلچسپۍ او د افغان تاريخ په اړه ناواضح تګلاري هندوستان بيرته پر شا کړ او د افغان هويت دغه تاريخي چانس بيرته له لاسه ووت او دغه کلا بيرته د خپل بدن نړېدلو اجسامو ته په مايوسي کتلو ته اړه سوه.
ددې کلا دننه تور څاه، ویډیو او اوسنی حالت کامنټونو کي... - Zábava
با سازی بالاحصار کابل اولاً زنده ساختن تاریخ و افتخارات افغانستان عزیز ثانیاً با تکمیل شدن محل باز دید سیاحین داخلی د
و خارجی شده و منبع عابد خوب دولتی و کابلیان خواهد شد تشکر
انشاالله ، تشکر از نظر نیک تان
د افغان ولس هیلې په امارت پورې تړلی دی ❤❤❤
آفرین شاباش ماشالله
بلخ کی د خواجه پارسا جماعت دی وایی چه چنگیز پریخی دی او تخریب یی نه کر وییل چه آینده نسلونه پوه شی چه داسی وادانی می خرابی کری دی،د زرو کالو نه قدامت دیر دی محمد ظاهر شاه ورغلی وه او رنگ یی ورته وتوگوو،چه کلک رنگ وه اوس په خراب حالت کی دی که جورشی دیر پخوانی دی د ظاهر شاه دوخت په لس افعانی لوت باندی عکس شته
ډیر عالی رپورټ مو جوړ کړی د دغی خکلی او تاریخی ځای سه چی د بالاحصار په نامه یادیګی- کور ودان ❤
هیله مند یم افغانان نور سره یو شی او د دغسی اثارو د بیا راژوندی کولو د پاره خپلی هڅی ګړندۍ کړی تر څو افغان نوی کول او همداسی نړیوال سیلانیان د دغو تاریخی او باستانی ځایونو په هکله لا زیاد معلومات تر لاسه کړی.
مننه ورور جان ...
موږ تل هڅه کوه چی افغانستان تاريخي ځايونو په اړه ښکلي راپورنه جوړ کړو...
لکه څنګه چې تاسې وويل ستاسو خبره په تاييد سره ستاسو څخه مو هيله داده چی دا راپورنه خپلو ملګري سړه شريک کړي او همدارنګه خپل سوشل ميډيا له لاړي هم شريک کړي ترڅو د افغانستان دغه تاريخي ځايونو په اړه ټول نړيوال معلومات پيدا کړي ..
کاش کی بتهای بودا باستانی بامیان هم بادسازی شود 🤲
تاریخ وطن افتخار وطن،همیشه موفق وکامگار باشید,زنده باد افغانستان،ژونډي دوي افغانستان.
تشکر انشاالله با حمايت شما و دوستان عزیز کوشش میکنم که تاریخ کشور به نسل نو به معرفی بگیریم
دير خه زيري ده د افغان ولس لپاره ❤ بريا وسي
مننه بالکل...
په زړه پوری خپرونه بیا رغونه یی د افغانانو او نړیوالو سیالګرانو لپاره ښکلی زیرۍ دی 🏰🛕🏛️
An interesting show, the reconstruction is a beautiful background for Afghan and international competitors .
مننه له نيک نيک نظر احساس او وطني مينه څخه مو ..دغه راپور هم د لېدو وړ دي.
czcams.com/video/RCMYxrLrrcc/video.html
ماشاالله جنبش صاحب دهیواد په تاریخ بوره حاکمیت لری دنر زوی ده😊
بالکل، مننه
Mashallah
Tanx very much
ډیر جالبه وه جنبش صاحب ،ستاسو غږد ټولو افغانانو لپاره اشنا دی ،خصوصا زمونګ کلی کی حدودا شاوخوا ۲۰ یا ۳۰ کاله مخکی چی زه دیر وړوکۍ وم او یوازنی رسنۍ رادیو وه نو ستاسی او تڼې صاحب غږونه به مو په خبری او تفریحی خپرونو کی اوریدل نو داسی خپرونی هغه هم ستاسی په زیار خاص اهمیت او خوند لری هیله ده چی زیادی یی کړی . په درناوی .
غږ د داود جنبش دی
@@maryluqmanie2035 ېعنی غږ می غلط لیکلی وه 😀
هو جنبش صاحب دي،
د جنبش صاحب د قوش تپه په اړه ښايسته راپور هم همدغه چينل کې شته دي
@@rawanafghangroup هو زه پوهیدم داسې ښایسته غږ او ښایسته روانه پښتو پرته له جنبش صاحب څخه د بل چا وي، ما هغه بل کس ته وویل چې جنبش صاحب دی هغه فکر کولو چې اعظمي صاحب دی.
ډير ښه...
جنبش صاحب دغه ښايسته راپور هم د کتلو وړ دي..په کتلو ارزي
czcams.com/video/RCMYxrLrrcc/video.html
ماشاالله ډيره جالبه خپرونه😊😊
مننه
واقعا برنامه هاي بسيار مفيد و جالب
تشکر
بسیار عالی واقعا ویدیوی با ارزش ساختین
تشکر
اسلام عليکم ډير په زړه پري معلومات وه ژوندي اوسي مخ په وړاندي ❤🎉
مننه ژوندي اوسې
په زړه پورې راپور ❤❤❤
مننه
ډېر عالي 👍
لاس مو دردنکی د دي ښې چاري سره
مننه
ماشاالله خیلی عالی یک روز بخیر بریم دیدن اش
تشکر زنده باشد ...
انشاالله خدا کند که از نزدیک شأن ببینید
مننه❤
ژوندي اوسی
معلومات نه دي مننه
دیر عالی همیش همداسی فعاله اووسی دهیواد مهم مسایل خپلو هیوادوالو ته ننداره کوی مننه
مننه
Great work Mashallah keep up the good work thanks
Tanx , inshallah
🙏👌👍❤️
❤❤❤
Tanx
❤❤❤❤
Tanx
نودغه آخرې برخه ددغه وېډیوډیرپه زړه پوری وه,ډیرپه سویه.سړۍ بالکل خوشالیږې چې هغوصحنی ګورې چې په لسهاوزروټوټی دلرغونوماتی ظرفونودوی ورنه ټول کړی اوپرپراسس دې. خودغه داوبوډند!!هغه خوحتمن دبالاحصاردمجموعه نه یوه برخه به واۍ.,اوحتمن زورتربه واۍ له دغه عمق نه چې نن ښایې.,هېله چې هغه دایمې جوړښت لپاره دبالاحصاردیوه برخه په څیرسې اوپاته سې.نوردحمام برخه جوړښت مخصوصن هغه ستورېنه ډبرېنه برخه ., هه هه افغانستان کې دډبروکندنکارې هم بالکل ډیرپرمختګ درلودله .مننه دغه وېډیونه.موږنوروېډیوګانوپه تمه یوستاسوله خوانه ډیره ډیره منننننننه
مننه له نيک نظر وطنی مينه او نيک احساس څخه مو ..
ستاسو ملتيا چی راسره وي انشاالله کوښښ کوه له دي هم ښايسته ويډيو ګانې جوړ کړو او خپل وطنوال له خپل لرغونی تاريخ څخه باخبره کړو....
تر اوسه ډير بالاحصار په لرغوني تاريخ او هغه په اعظمت نه پوهېږي
Great job, we love to see more videos of Balahsar of Kabul ❤
Tanx very much...
Inshallah we are trying to record another reports about the balahsar too.
ماشاالله ❤❤❤
تشکر
دیر عالی راپورتاژ ، د تاریخی زایونو پیژندنه او رغونه اساسی خبره ده ، هیله من یم چی تول تاسیسات او پخوانی ودانئ د انگلستان د ارشیفونو له مخی چی عکسونه یی هلته شتون لری بیا ودان او ورغول شی ، د مثال په توگه هغه مانئ چی په عکس کی تاسی د شاه شجاع د دربار په نوم معرفی کر .
ستاسو د شکلی او مهم معلوماتی فلم سخه یوه نرئ مننه
مننه ورور جان له نيک نظر څخه... انشالله کوښښ کوه چې د افغانستان ټولو تاريخي ځايونو په اړه راپورته چمتو کړو تر څو نوي نسل خپل تاريخ لرغوني اثار ...څخه باخبره اوسې..
بيا هم مننه وړانديز څخه مو پدي هيله چې اړونده مسولين تاسو سپارښتنو ته توجه وکړي او او د لرغوني اثارو بيا رغونه کې تري ګټه واخلئ ...پدي هيله چی وطن ټولي لرغوني او تاریخي ځایونه يوځل بيا ورغول شې
دغلته د نورمحمد ترکي قبر هم دی، دعاګانې ورته وکړۍ.
السلام عليکم محترمه ستاسو غږ موږ ته اشنا ده
الحمدلله خوشاله يم سى نن فضا داسې جوړه ده
سى تاسو غوندى خلق ته خدمت کولو ماحول برابر ده
صاحيبه کلوله پشتى غوندى سره جوخته بله نظامى غوندى نن سبا ورته وايى لاکن موږ سى واړه وه صرف بهره به مو لرى واټن کې ورکتل
او شپى خوبونو کې مو هغه غونډى ليدله
هغه وخت روسان افغانستان باندى حاکم ول
نو.........
خلق دغى غوندى باره کې قسم قسم خبرى کوى
زما يوه خاطره دلته
موږ به سپينږيرو خلقو څخه کوشش کاوه معلومات ترلاسه کړو
لاکن معلومات به ناقص ول
وراخوا لا دا سى هغو سپينږيرو موږ ته به يى قيسى کولى لاکن بدله کى موږ به دوى ته مفت وړيا کار کاوه
نو موږ ته به وويل شول سى لرګي مات کړى يا پټى راجوړ کړى قسم قسم کارونه به مو کول
صرف سى دغه مشران موږ ته تاريخ بيان کړى
نو ډير خوند به يى کاوه
لاکن موږ هغه موقع ونه موندله سى داسى تاريخى ځايو ته دننه لاړ شوو او اخپل تير تاريخ په سترګو ووينو
دا يوه خاطره وه
مننه نظر څخه مو...
انشاالله پدي هيله چي وطن مو آباد شی..
انشاالله جنت جنت وطن بيا خلک نړي کوټ کوټ څخه به سياحت راځي او تر ټول قيمت ټکټ طياړي به هم د جنت نشان وطن افغانستان وي
بیارغونه نه. بیرغونه.
عام شکل بيارغونه ليکي ...